د «Future Afghanistan» رسنۍ پر وېب‌پاڼه د سایبري برید او د جلاوطنه افغان رسنیو پر ضد د دوامدارو ګواښونو په اړه د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان اعلامیه

 

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره، په پاریس کې د مېشتې «Future Afghanistan» رسنۍ پر وېب‌پاڼه د سایبري برید پېښه په کلکه غندي. دا برید د جلاطونه افغان ازادو او خپلواکو رسنیو د غږ خاموشه‌کېدو یوه ښکاره هڅه ده.

تر دې مخکې د «دیار» په نوم د یوه ټلوېزیون وېب‌پاڼه هم د ورته سایبري برید هدف ګرځېدلې وه چې دا کار د افغان ازادو رسنیو پر وړاندې د منظم او دوامدار ګواښ څرګندونه کوي.

امسو ټینګار کوي چې د بیان ازادي او د رسنیو فزیکي او ډیجیټلي خوندیتوب د ډېموکراسۍ او بشري حقونو بنسټیز اصول دي. دا ډول بریدونه نه یوازې د رسنیو د ازاړۍ ښکاره سرغړونه ده، بلکې د وېرې او ځان‌سانسور فضا رامنځته‌کولو هڅه هم بلل کېږي.

موږ د «Future Afghanistan» او «دیار» ټلوېزیون له همکارانو او همداراز له هغو نورو افغان خبریالانو او رسنیو سره بشپړه همدردي څرګندوو چې د سایبري بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

سازمان له ټولو نړۍوالو بنسټونو، د مطبوعاتو ازادۍ ملاتړو ادارو، تخنیکي او بشري حقونو سازمانونو غوښتنه کوي چې د دې ډول بریدونو په موندنه او مخنیوي کې مرسته وکړي او له جلاوطنه افغان رسنیو سره د ډیجیټلي ملاتړ او خوندیتوب عملي همکاري وکړي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یو وار بیا اعلان کوي چې د بیان ازادۍ، د خبریالانو امنیت او د افغانستان د ازادو رسنیو د غږ د دوام ملاتړ ته ژمن دی.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)