د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د ۳۰۰ افغان خبریالانو او رسنیو کارکوونکو لهخوا لاسلیکشوی یو ګډ لیک د ملګرو ملتونو، UNHCR، OHCHR او د بشري حقونو ملاتړکوونکو بنسټونو ته استولی دی.
په دغه لیک کې د پاکستان حکومت لهخوا د افغان خبریالانو د نیولو او اېستلو (ډیپورټ) بهیر د درېدو، د هغوی د خوندیتوب او قانوني ملاتړ غوښتنه شوې ده. همداراز له نړۍوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د افغان خبریالانو د بشري ویزو، بیامېشتېدو او بېړنیو مرستو بهیر چټک کړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان دا ګډ غږ د سلګونو افغان خبریالانو د ژوند او ازادۍ د خونديتوب لپاره پورته کړی دی.
امسو د افغان رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی!