د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د پاکستاني عسکرو په برید کې د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلوېزیون خبریال عبدالظاهر صافي د وژل کېدو په اړه د هېواد رسنیزې ټولنې او د هغه کورنۍ له غړو سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي.
تر دې مخکې د یادې رسنۍ یو بل خبریال عبدالغفور عابد هم ووژل شو او د هغه همکار تواب ارمان ټپي شو چې د نوموړي روغتیايي وضعیت ناوړه بلل شوی دی.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان دغه اقدام له نړۍوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه او د جنګي جرم بېلګه بولي او د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د داسې ناانساني کړنو په تړاو ځوابویونکي اوسي.
مونږ د بیان ازادۍ او خبریالانو حقونو له ملاتړکوونکو نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کوو چې دا پېښې جدي وڅېړي او د عدالت د تأمين او د داسې جنايتونو د تکرار د مخنيوي لپاره پر پاکستاني حکومت لازم فشار راوړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یو ځل بیا په ډیورنډ فرضي کرښه او بحراني وضعیت کې د خبریالانو امنیت تضمین پر اړتیا ټینګار کوي او له اړوندو بنسټونو غواړي چې د خبریالانو د ژوند د خونديتوب لپاره د امنیتي پېښو د پوښښ پرمهال ځانګړي میکانیزمونه جوړ کړي. د هېواد د وژلشویو خبریالانو یاد او لاستهراوړنې دې تلپاتې وي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)