خبر

 

تاریخ: ۲۰۲۵, نوامبر ۲۱مه
وخت: د سهار له ۹:۰۰ د مازدیګر تر ۵:۰۰ بجو پورې
ځای برلین، جرمني

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) افغان خبریالانو ته بلنه ورکوي چې د افغانستان د رسنیو ددازادۍ په درېیم نړۍوال سمپوزیم کې برخه واخلي.

دغه پروګرام د بېلابېلو هېوادونو خبریالانو، رسنیزو فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو لپاره یو غوره فرصت دی چې د افغانستان رسنیو ننګونو، فرصتونو او راتلونکي په اړه بحث وکړي او نوې حل‌لارې وړاندې کړي.

د پنلونو موضوعات:
د رسنیو بودیجې کمښت، ډیجیټل بدلون او بقا – د افغانستان د رسنیو د دوامداره او په سختو شرایطو کې د خپلواک فعالیت د دوام لپاره د نویو لارو څېړنه.

په رسنیو کې د جنسیت ناورین – د بیان ازادۍ لپاره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د افغان ښځینه خبریالانو پر ننګونو او رول تمرکز.

د ګډون شرایط:

۱: په یوې معتبره رسنۍ (چاپي، تصویري، غږیز یا انلاین) کې فعال او برحاله خبریال اوسئ.

۲: پر انګلیسي ژبه تسلط

پر شرایطو برابر ګډون‌کوونکو لپاره د اوسېدو ځای په نظر کې شوی.

د نوم‌لیکنې لپاره پر لاندې لېنک کلیک وکړئ:

https://www.eventbrite.ca/e/global-summit-on-afghanistans-press-freedom-tickets-1743641963049?aff=oddtdtcreator