
کابل
زه په دفتر کې وم، شاوخوا ۴:۳۰ بجې وې. زما یوه همکار وویل چې د هغه یو پیژندګلوي کس چې د مخابراتي شرکت لپاره کار کوي په خپل واټس اپ سټوري لیکلي وو چې انټرنیټ به د ماښام له ۵ بجو وروسته پرې شي. موږ ټول اندیښمن وو، مګر موږ فکر کاوه چې دا د وای فای د پرې کولو لپاره ورته پلان ده او د ټلیفونونو او سیم کارټونو انټرنیټ به د کارولو وړ وي.
زما پلار باید په هغه ورځ خپل معاش ترلاسه کړی وی. د کور په لور روانه شوم؛ پر لاره هر چا د انټرنیټ د قطع کیدو په اړه خبرې کولې، او زه نوره هم اندیښمنه شوم. کله چې کور ته ورسیدم، زما خور، چې بهر ده، له مور سره مې یې خبرې کولې، د دې لپاره چې هغه د انټرنیټ له قطع کیدو وروسته اندیښنه ونه لري، ما ورته وویل چې انټرنیټ به په څو دقیقو کې پرې شي.
هغه ډېره اندېښمنه شوه او پوښتنه یې وکړه: “تر څه وخت پورې؟” او زما ځواب، د معمول مطابق “ثاني امر” و. د دې کلمې له اوریدو سره هغه نوره هم اندښمنه شوه. د ماښام پنځه بجې وې او بس ټولې اړیکې پرې شوې، مونږ ګومان کاوه چې یواځې وای فای به بندیږي خو کله مو چې ولیده ان د ټلیفون شبکې هم بندې شوې وې، ډیر حیران شو.
سمدلاسه د خپل آنلاین زده کړو، او بهر کې د خپلې خور په هکله فکر یوړم. څه به پیښ شي؟ موږ چیرته روان یو؟ که د ښوونځیو د بندیدو په څیر ثاني امر ته په تمه پاتې شو؟ که دفترونه بند او بې عایده شو؟ که خور مې ونه توانیږي پیسې ولیږی او کار هم نه وي؟ څوک به مو غږ اوري ایا داسې بې غږه او په چوپه خوله به مړه شو؟
هو ما پوره ۴۸ ساعته په همدې سوچونوکې تیر کړه، او که انټرنیت نه وی فعاله شوی پاتې عمر به ټول په ورته پوښتنو کې تیریده.
هوا تیاره شوه او پلار مې لا هم کورته نه و راغلی، خو له صبر پرته مو بله لاره نه لرله. د اړیکې نیولو لپاره بله هیڅ لاره نه وه. دروازه وټکیده او په منډه لاړم ور مې خلاص کړ پلار مې و، خو د تل په شان عادي نه وه، ډیر خپه پریشانه او ناهیلی ښکاریده، ویل: « بانک ته تللی وم چې معاش مې را واخلم خو بانک تړلی و، خلاصیدل یې هم نا معلومه ده او پیسې هم نه لرم.»
شپه په پریشانۍ، خپګان او د سبا په تمه تیره شوه. سهار ولاړو دفتر ته، ټول خپه وو، د دفتر مشر وویل : «له انټرنېټ پرته کار شونی نه دی، نو سر له سبا مه راځئ.»
د خور د دندې په فکر کې شوم او ځان سره مې وویل چې خیر د خور دنده به مې دوام لري د هغې په تنخوا به مو ګوزاره وشي. په دغه هیله کور ته روانه شوم، چې ورسیدم ومې لیدل خور مې ژړلي و، او سترګې یې سرې وې، ترې ومې پوښتل څه شوي؟ ویل مونږ ته یې هم له کاره ځواب راکړ!»
په فکرونو کې ډوبه شوم چې څه به کیږي؟ مونږ هیڅ لاره نه لرله او اړ وو چې یوازې صبر وکړو، سوچ وکړو، اندیښنې او بس….
۴۸ ساعته وروسته کله چې انټرنېټ بیرته فعاله شو، پرته له شکه ویلی شم خلک داسې خوشحاله وو لکه د اختر ورځ چې وي، خو کاشکی بیا کله هم داسې زمونږ د هیلو وروستی ور ونه تړل شي.