د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) مشر حامد عبیدي له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې وايي، د مادرید ولسي محکمه یو داسې مهم فرصت دی چې افغان خبریالان او د بیان ازادۍ ملاتړکوونکي د طالبانو لهخوا پر رسنیو، په ځانګړي ډول پر ښځینه خبریالانو د لګېدلو محدودیتونو په اړه خپل غږ پورته کړي.
ښاغلي عبیدي زیاته کړې، طالبان په تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو پر نظام ۲۵ ډول بندیزونه لګولي دي. د ده په وینا، طالبان نیوکه نهمني او انتقادي ژورنالېزم جرم بولي.
هغه وړاندې وايي، د طالبانو له راتګ وروسته د اطلاعاتو لاسرسی خورا محدود شوی او انتقادي ژورنالېزم له منځه تللی دی. د ده په خبره، طالبان د رسنیو پر ازادۍ باور نهلري او یو زورواکی رژیم یې رامنځته کړی دی.
د نوموړي په وینا، د مادرید محکمه کولای شي د افغان خبریالانو او رسنیو وضعیت په اړه د نړۍوالو پام راواړوي او د طالبانو د سانسور پر وړاندې د نړۍ ملاتړ ته لاره هواره کړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان مشر ټینګار لري چې افغان خبریالان د طالبانو د محدودیتونو له امله قرباني شوي او په وینا یې، د هغوی لپاره هم باید دا ډول محکمې جوړې شي.
بشپړه مرکه: