پیام تسلیت!

 

په ژوره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد نوموتی او تکړه عکاس، محمدناصر ظاهري له یوې اوږدمهالې ناروغۍ او کړاو وروسته ومړ. انا لله و انا الیه راجعون.

د افغانستان د ژورنالېزم په ډګر کې د هغه مړینه یوه ستره ضایعه ده. ښاغلي ظاهري د خپلې مسلکي وړتیا، ژمنتیا او عکاسۍ له لارې د رسنیز ډګر لپاره ارزښتمن خدمتونه کړي چې تل به د خلکو په زړونو کې ځای لري.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د دې ستر غم په شېبو کې د مرحوم ظاهري کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د ژورنالېزم ټولې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي. د الله تعالی له درباره د مرحوم لپاره جنت الفردوس او پاتې کسانو ته د صبر او حوصلې دعا کوو.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)