د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د ښځینه خبریالانو د حق‌غوښتنې کمېټې اعلامیه!

 

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو له خوا له شرعي محرم پرته کار ځای ته د ښځینه خبریالانو د تګ راتګ د مخنیوي د فرمان په اړه غبرګونون

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځو کمېټه، په ننګرهار ولایت کې ښځینه خبریالانو ته د طالبانو د ولایتي چارواکو له لوري له شرعي محرم پرته د کار ځای ته د تګ راتګ د منع کولو پر وروستي فرمان ژوره اندېښنه څرګندوي او دغه پرېکړه په کلکو ټکو غندي.

دغه اقدام نه یوازې دا چې په ښکاره ډول د ښځو د اساسي حقونو تر پښو لاندې کول دي، بلکې د بیان ازادۍ، د ښځو په رسنیزه برخه کې د ونډې او د خلکو د متوازن او ازاد معلوماتو ته د لاسرسي حق ته هم جدي زیان رسوي.

ښځینه خبریالانو له ټولو ګواښونو او محدودیتونو سره-سره تل د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نورو زیانمنو قشرونو د غږ د انعکاس په برخه کې مهم رول لوبولی دی او دا ډول بندیزونه عملاً د هغوی د رسنیز فعالیت له صحنې د ورو-ورو حذف زمینې برابرې کړي.

موږ د نړۍوالو بشري حقونو له بنسټونو، نړۍوالې ټولنې، د مطبوعاتو د ازادۍ له ملاتړو سازمانونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له دفترونو غوښتنه کو، چې د دې ډول ښځینه ځپونکې پالیسیو پر وړاندې خاموشه پاتې نه شي او د ښځو لپاره په رسنیو کې د ازاد، اغېزمن او خوندي حضور د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځو کمېټه له طالبانو غواړي، چې د دا ډول استبدادي او تبعیضي محدودیتونو پر ځای د ښځو لپاره په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول په رسنیزه برخه کې د برابرۍ او درناوي پر بنسټ مشارکت ته زمینه برابره کړي او له دې سره د دغې لړۍ دوام به یوازې افغانستان نور هم د نړۍوالې ټولنې له سترګو وغورځوي.

 

په درناوي؛
د خبریالو مېرمنو د حق غوښتنې کمېټه
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان