د ښځینه خبریالانو د حق غوښتنې کمېټه «زنټایمز» رسنۍ ته د سویډني پنتوپن اوربرو سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د کلنۍ جایزې د ترلاسه کولو له امله مېرمن زهرا نادر او د دې ځواکمنې رسنۍ کاري ډلې ته مبارکي وایي.
دا ارزښتناک بریا نه یوازې د «زنټایمز» لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، بلکې د افغانستان د ټولو ښځینه خبریالانو لپاره د ویاړ ځای دی، په ځانګړې توګه هغو مېرمنو ته چې د زیاتېدونکو ګواښونو، ځپنو او بندیزونو سره-سره لا هم د خاموشه کړل شویو خلکو غږ پاتې دي.
د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت د دې جایزې ترلاسه کول دا ښيي چې د افغان ښځو رول د حقیقت په بیان، د کړاوونو په مستندسازۍ او د ښځو د ټولنې د خاموش خو ژورې او ریښې لرونکې مقاومت په انعکاس کې کلیدي او نهانکارېدونکی دی.
موږ په ځانګړي ډول د مېرمن زهرا نادر له نه ستړې کېدونکو هڅو مننه کوو چې د افغانستان د ښځو روایت یې ژوندی ساتلی؛ داسې روایت چې که څه هم له ځپنې سره مخ دی، خو له شور څخه ډک، روښانه او بدلون راوستونکی دی.
«زنټایمز» اوس یوازې یوه رسنۍ نه ده، بلکې د زغم، هیلې او حقغوښتنې یو سمبول دی.
موږ باور لرو، چې د دې ډول رسنیو نړۍواله ستاینه کولی شي د افغانستان د ښځو غږ نړۍ ته ورسوي او د روان وضعیت د بدلون لپاره د نړۍوال وجدان لا ژوندی کړي.
د ښځینه خبریالانو د حق غوښتنې کمېټه د هغو ټولو ښځینه خبریالانو تر څنګ ولاړه ده، چې په چوپتیا، جلاوطنۍ یا سیورو کې ژوند کوي او لا هم قلم په لاس لري.
په درنښت
د ښځینه خبریالانو د حق غوښتنې کمېټه
د ۲۰۲۵ کال د مې ۵مه