د خبریالانو د خوندیتوب سازمان مشر: طالبان له ازادو رسنیو سخته وېره لري

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) مشر، حامد عبیدي پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو سانسور او استبدادي کړنو ته په اشارې وايي چې په افغانستان کې د بیان ازادي له‌منځه تللې ده. د هغه په وینا، د هېواد هېڅ وګړی نه‌شي کولای له حاکم رژیم څخه د وېرې له امله په ازاد ډول خپل نظر څرګند کړي.

ښاغلي عبیدي زیاته کړې چې اطلاعاتو ته لاس‌رسی او همداراز انتقادي ژورنالېزم د بیان ازادۍ د زړه حیثیت لري، خو د دې دواړو د نشتوالي په صورت کې د هېواد د رسنیز ډګر موجوده فضا یوازې د بیان ازادۍ ادعا ده.

بشپړه مرکه دلته ووینئ: