په پاکستان کې د افغان خبریالانو په تړاو د AJSO اندېښنه

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت تړاو خپله ژوره اندېښنه څرګندوي. دا اندېښنې وروسته تر هغې ډېرې شوې چې د راپورونو له‌مخې، پاکستاني پولیسو تېره ورځ د فرشته سدید په نوم یوه افغانه خبریاله نیولې او زندان ته یې بیولې ده.

سازمان د افغان کډوالو په ځانګړې توګه، د خبریالانو په تړاو د پاکستان پولیسو دا ډول کړنې د کډوالو د حقونو، بیان ازادۍ، بشري حقونو او د ژورنالېزم پر وړاندې ښکاره ګواښ بولي. کړنې د افغان خبریالانو روان وضعیت لا پسې اغېزمنوي. افغان خبریالان چې له هېواده د وتلو اصلي لامل یې د طالبانو له خوا پرې تحمیل شوي ګواښونه او محدودیتونه وو، اوس په درېیمو هېوادونو کې له ناامنۍ، حقوقي ستونزو او نامنصفانه چلندونو سره مخ دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له پاکستاني حکومت څخه جدي غوښتنه کوي چې د فرشته سدید قضیه دې شفافه کړي، ژر تر ژره دې یې خوشې کړي او له افغان کډوالو سره دې د نړیوالو اصولو او بشري حقونو پر بنسټ چلند وکړي.

همداراز، سازمان یو وار بیا له هغو سفارتونو او نړۍوالو بنسټونو څخه چې د افغان خبریالانو قضیې ورسره ثبت دي، غوښتنه کوي چې د دغو قضیو د ارزونې بهیر دې چټک کړي. دا ډېره مهمه ده چې خبریالان ژر تر ژره امنو هېوادونو ته ولېږدول شي چې د هغوی ژوند او راتلونکی له ګواښه خوندي شي.

سازمان یو ځل بیا پر نړۍوالۍ ټولنې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بیان ازادۍ مدافع بنسټونو او د ژورنالېزم ملاتړو غږ کوي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب، حقوقي ملاتړ او نړۍوالو پناه‌ورکونکو برنامو ته د هغوی د لاسرسي په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ټینګار کوي چې د افغان خبریالانو امنیت، ازادي او انساني کرامت باید له سیاسي حسابونو پورته وبلل شي او د هغوی د خوندیتوب لپاره دې بېړني او عملي ګامونه پورته شي.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)