اعلامیه!

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) ته د کره رسنیزو سرچینو رارسېدلي معلومات څرګندوي چې طالبانو په هېواد کې ټولو خصوصي ټلوېزیوني شبکو ته شفاهي سپارښتنه کړې چې پر بنسټ یې د «سیاسي خپرونو» نشرات ځنډول کېږي.

 

سازمان د طالب حاکمانو دا سپارښتنه په کلکه غندي او د بیان ازادۍ او د رسنیو له حقونو یې ښکاره سرغړونه بولي.

 

د سیاسي خپرونو ځنډول یا مخنیوی چې د فکر، نظر او د ټولنیزو مسایلو د روښانه کولو یو مهمه برخه بلل کېږي، افغان ملت د هېواد او نړۍ له روان سیاسي وضعیت څخه محروموي.

 

‏AJSO له ټولو نړیوالو، د بشري حقونو، او د رسنیو له ملاتړکوونکو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د دا ډول اقداماتو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د ازادۍ د ساتنې لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د ټولو افغانانو په ګټه د ازادۍ او بې‌پرې خبري فضا د جوړونې لپاره هلې ځلې کوي او په دا ډول سختو شرایطو کې له رسنیو خپل ملاتړ حق بولي او په پوره مانا ورته ژمن دی.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)