د فبرورۍ ۱۳ مه – د راډیو نړیواله ورځ

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د راډیو نړیوالې ورځې په مناسب، دا غږېزه رسنۍ د نړۍ په کچه یوه اغېزمنه او د افغانستان په څېر په یوې سنتي ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي مهمه وسیله ګڼي. راډیو د افغانستان په لرې کلیوالو سیمو کې د ولس لپاره د معلوماتو او اطلاعاتو یوه بې‌بدیله سرچینه ده.

راډیو د ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي مسایلو په تړاو هغو خلکو ته چې له تصویري رسنیو محروم دي، معلومات وړاندې کوي او له بده مرغه چې په هېواد کې د اوسنیو واکمنانو د پراخ او ځپونکي سانسور له امله دا غږېزه رسنۍ له جدي ننګونو سره مخ ده.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت، له نړیوالې ټولنې او د رسنیو ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د راډیو د ارزښت او د هغې د اغېزې پراختیا لپاره همکاري وکړي او د دغې غږېږې رسنۍ د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو د دفاع لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

سازمان له هغو ټولو ښځینه خبریالانو څخه منندوی دی چې د راډیو په وسیله د خلکو په ځانګړې توګه افغان ښځو ته د معلوماتو د رسونې په برخه کې خپلې هلې‌ځلې کوي. AJSO ټینګار کوي چې راډیو ته باید د ازادۍ، بې‌طرفۍ او خوندیتوب په سترګه وکتل شي.

همداراز، د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د هغو ټولو بنسټونو د هڅو او فعالیتونو مشکور دی چې د راډیو د پراختیا او ازادۍ لپاره فعالیتونه کوي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)