د سازمان له مشر سره مرکه

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر، حامد عبیدي د افغانستان انټرنشنل نړیوالې ټلوېزیوني شبکې د «سفیران» په نوم یوې ځانګړې خپرونه کې د افغان رسنیو وضعیت، د طالبانو محدودیتونو او په هېواد کې د ژورنالېزم راتلونکي په هکله غږېدلی دی.

 

د ښاغلي عبیدي په اند، ازادې رسنۍ له ځپونکي فشار او سانسور سره مخ دي، خو په وینا یې، مدرنه ټکنالوژي او په جلاوطنۍ کې رسنیو د خلکو غږ ژوندی ساتلی دی.

 

نوموړی زیاتوي چې جلاوطنه رسنۍ د بدیل په توګه د افغانانو د غږ په ساتلو او لوړولو کې حیاتي رول لري.

 

بشپړه مرکه دلته ووینئ: