د «بېګم» راډیو د بندولو په غبرګون کې د افغانستان له خبريالانو د ملاتړ سازمان غبرګون

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د «بېګم» راډیو د فعالیت بندول غندي او دا کار یې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د لا ډېرو ځپلو او د اطلاعاتو د ازادۍ محدودولو په برخه کې یوه یوه ځپونکې کړنه بولي.

بيګم راډيو چې د نشراتو رسمي جواز يې لرلو له روڼتيا پرته او په ناعادلانه ډول يې خپرونې بندې شوې دي.

دا ډول کړنې پر خپلواکو رسنیو د فشار دوام او په هېواد کې د بېلابېلو غږونو د غلي کولو هڅې په ګوته کوي.

موږ له د افغانستان له اوسنیو حاکمانو څخه غواړو، د بیان ازادۍ اصل ته چې د افغانستان په قوانینو او نړیوالو اصولو کې یو بنسټیز او تضمین شوی حق دی درناوی وکړي او د رسنیو له بندولو او د اطلاعاتو د ازاد بهیر له محدودولو ډډه وکړي.

ازادې او خپلواکې رسنۍ د یوې باخبرې او پوهې ټولنې یو له اړینو رکنونو څخه دی او د هغوی څپل نه یوازې معلوماتو ته د خلکو لاسرسۍ محدودوي، بلکې د رسنیو فضا د یو غږ کېدو او سانسور په لوري روانوي.

موږ له نړیوالو بنسټونو، د رسنیو ملاتړو سازمانونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د دغه ډول ظالمانه کړنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او په افغانستان کې د بیان او خبریالانو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات وکړي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان