اعلامیه

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د فلم‌جوړوونکي او د انار میډیا مسوول مدیر، سېدرحیم سعیدي چې د افغانستان پر وضعیت د انتقادي مستندونو د جوړونې له امله پر بند محکوم شوی، ژوره اندېښنه څرګندوي.

سېدرحیم سعیدي د ۲۰۲۴ کال په نیمايي په کابل کې د طالب استخباراتو ونیولو او بیا د دغې ډلې د یوې محکمې له خوا د «طالب چارواکو پر ضد د تبلیغاتو» په تور پر درې کاله تعزیري بند محکوم شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي چې ښاغلی سعیدي اوس مهال د کابل په څرخي پله کې د خپل بند سزا تېروي، خو د ملا ډېسک او پروستات له روغتیايي ستونزو ډېر کړېږي. دا په داسې حال کې ده چې نوموړی د زندان د سختو شرایطو له امله اړینو درملو او د طبي پاملرنې ته لاسرسی نه‌لري.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان باورمن دی چې د ښاغلي سېدرحیم سعیدي او په افغانستان کې د نورو رسنیزو فعالانو اوسنی وضعیت چې د خپلو سیاسي او انتقادي فعالیتونو له امله تر فشار لاندې دي، په هېواد کې د بیان ازادۍاو بشري حقونو پر وړاندې جدي ننګونې ښيي.

موږ پر اوسنیو واکمنانو غږ کوو چې بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی ولري او د رسنیزو فعالانو لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

همداراز له نړیوالې ټولنې غواړو چې د بشر حقونو د اصولو له مخې، د سېدرحیم سعیدي او نورو بندي خبریالانو د ازادېدو لپاره سملاسي لاس په‌کار شي او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو او بیان ازادۍ لپاره د مناسبې فضا د رامنځته په برخه کې خپلې هڅې وکړي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د بشري حقونو له ټولو ملاتړو بنسټونو، ادارو او فعالانو څخه هم غوښتنه کوي چې د افغان خبریالانو د حقونو او د رسنیو ازادۍ لپاره خپل غږ پورته کړي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان