په بادغیس کې لږ تر لږه درېیو معتبرو سرچینو د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) ته ویلي چې طالبانو د دغه ولایت په راډیوګانو کې د ښځو د غږ پر خپرولو بندیز لګولی دی.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، تېره ورځ په بادغیس کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو خبریالان او رسنیو کارکوونکي یوې غونډې ته رابللي چې په ترڅ کې یې د طالب مسوولانو له خوا د دې بندیز سپارښتنه اعلان شوې ده.
د بادغیس لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مسوولانو دا پرېکړه د امربالمعروف او نهی عنالمنکر د نوي قانون له مخې کړې، هغه قانون چې پر بنسټ یې د ښځو غږ عورت بلل کېږي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د بادغیس په راډیوګانو کې د ښځو د غږ پر خپرولو د طالبانو له خوا لګول شوی بندیز په کلکه غندي او دا اقدام په هېواد کې د بیان ازادۍ او د ښځینه خبریالانو پر مسلک یو ستر ګوزار ګڼي.
د ښځو د غږ پر خپرولو بندیز د طالبانو د هغو محدودیتونو یوه ځپونکې بېلګه ده چې دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې په پراخه او تدریجي توګه عملي کړې ده.
افغانستان دا مهال د ښځو د فعالیتونو له پلوه له بېلابېلو کلتوري، ټولنیزو او بشري ننګونو سره مخ دی. دا ډول بندیزونه نه یوازې د بیان ازادۍ او رسنیو د ټولو اصولو خلاف دي، بلکې د ښځو له حقونو یوه لویه سرغړونه ده چې د هغوی د ژوند او کار ازادي تر پښو لاندې کوي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) له نړیوالې ټولنې، ټولو کورنیو او بهرنیو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې په جدي توګه دغې ستونزې ته پاملرنه وکړي او د افغانستان د ښځو د غږ د ازادۍ لپاره دې خپلې هڅې نه سپموي.
همداراز سازمان له اوسنیو حاکمانو هم غوښتنه کوي چې دا بندیز دې سملاسي لغوه او د هېواد په ټولو برخو کې دې د ښځینه خبریالانو لپاره د فعالیتونو او بیان د ازادۍ حق تضمین کړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان