له بده مرغه چې د همدم مجلې د امتیاز څښتنه او د فاریاب ولایت د خبریالانو ملي اتحادیې غړې، مېرمن مونسه همدم قاريزاده په پاکستان مړه شوې ده.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د مېرمن همدم د مړینې له امله د هغې کورنۍ، د هېواد رسنیزې او کلتوري ټولنې ته خپله خواخوږي وړاندې کوي.
د ژورنالیزم په برخه کې د مرحومې ارزښتلرونکي خدمتونه او هڅې به تل الهامبخښونکي او تلپاتې وي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ټول ټیم د خدای تعالی له درباره مېرمن همدم ته د رحمت او د کورنۍ غړو او خپلوانو ته یې جمیل صبر غواړي. «انالله و انا الیه راجعون»
په ډېر درنښت،
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان