د ننګرهار سیمهییزو سرچینو د راپورونو پر بنسټ، طالبانو خپلو ولایتي مسوولانو ته امر کړی چې له تصویري رسنیو سره مرکې ونه کړي. د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د دغې پرېکړې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او دا د رسنیو پر وړاندې یو جدي ګام بولي. د اوسنیو حاکمانو دا کړنه د بیان ازادۍ او د اطلاعاتو د لاسرسي حق ته زیان رسوي.
سازمان پر دې باور دی چې رسنۍ د ټولنې د خبرتیا، روڼتیا او د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره حیاتي رول لري. د طالبانو له خوا پر رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو لګول نه یوازې د خبریالانو کار سختوي، بلکې د ولس له حقونو سرغړونه ده او دوی نه پرېږدي چې د خپل هېواد او نړۍ په اړه له کره او موثقو معلوماتو خبر شي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له طالبانو څخه جدي غوښتنه کوي چې د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو مخه ونه نیسي او د بیان ازادۍ حق ته درناوی ولري. سازمان همداراز له نړیوالو بنسټونو، د بیان ازادۍ مدافع ټولنو، او د بشري حقونو له ملاتړکوونکو څخه هم غوښتنه غواړي چې د افغان خبریالانو وضعیت په سم ډول وڅاري او د رسنیو پر وړاندې د هر ډول محدودیتونو د لېرې کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.
په پای کې د افغانستان له خبریالانو د سازمان له ټولو خبریالانو او رسنیو څخه د هغوی د نهستړي کېدونکو هڅو لپاره مننه کوي او ځان ژمن بولي چې د دوی د حقونو د دفاع لپاره به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان