په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر غړو له خوا د «ژمن او لونګ» په نوم دوه سیمهییزې راډیوګانې په خپرونو کې د بګراونډ موزیک کارونې له کبله تړل شوي دي. دا پرېکړه د بیان ازادۍ او مطبوعاتي فعالیتونو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو یوه بله څرګنده بېلګه ده چې د هېواد حاکمې ډلې د رسنیو د فعالیتونو د ځپلو په موخه ترسره کړې ده.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د اوسنیو حاکمانو پر دغې کړنې ژوره اندېښنه ښيي او د روانو محدودیتونو د سملاسي پای ته رسېدو غوښتنه کوي. سازمان پر دې باور لري چې د ازادو رسنیو حضور د یو روڼ، باخبره او سوکاله ټولنې بنسټیز عنصر دی او پر رسنیو هر ډول فشار او سانسور د خلکو له حقونو څخه د سرغړونې په مانا ده.
موږ له نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو له مدافعانو، او د بیان ازادۍ ملاتړو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان په دې کړکېچن وضعیت کې د افغان خبریالانو او رسنیو سره خپل ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکړي او د بیان ازادۍ د خوندیتوب لپاره هلې ځلې وکړي.
په ډېر درناوي،
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)