د نومبر دویمه، د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو، نړیواله ورځ

 

په نړیوال کچ د رسنوالو په وړاندې زورزیاتی او جرایم د لوړپوړیو او زورورو کسانو، جرمي ډلو، بنسټونو، بانډونو، سازمانونو او ان دولتونو له خوا ترسره کیږي، هغوی چې ډېرځله یې د قانون منګولې تر ګریوانه رسېدلای نه‌شي.

دا ستونزه په تېره بیا په درېیمه نړۍ کې خورا لویه ربړه ده، چې د بیان ازادي، د رسنیو خپلواکي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د خبریالۍ مسلکي و صنفي فعالیتونه یې له خنډ و ځنډ سره مخامخ کړي دي. له همدې کبله په نړیوال کچ هرکال د نومبر د میاشتې دویمه نېټه د خبریالانو په وړاندې له جرایمو څخه د معافیت د پای ته رسولو د غوښتنې د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

سږکال دا ورځ په داسې حال کې پر افغان خبریالانو راغله، چې په افغانستان کې د واکمنې ډلې له خوا پر رسنیو او رسنوالو باندې د سانسور، محدودیتونو، ګواښونو او استبداد خپسکې تورې تیارې خپرې کړې دي.

شمېرې ښيي، چې له ۱۳۸۰ لمریز څخه تر ۱۴۰۰ پورې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان وژل شوي، په سلګونو زنداني کړای شوي، ځورول شوي او یا لږ ترلږه ګواښل شوي، یا یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. دا چې تر ۱۴۰۰م لمریز کال روسته د طالبانو د ډلې ترواکمنۍ لاندې دا پېښې له شماره وتلي دي او په کور دننه نور نو تقریباً هغه قوانین، د دفاع ټولنې او ځانګړي سازمانونه هم نه‌شته، چې د خبریالانو په وړاندې پر دولتي او نادولتي جرایمو څارنه و څېړنه وکړای شي.

افغانستان چې اوس د رسنیو لپاره په ترټولو ګواښمن هېواد بدل شوی دی، په دې ورځ یې د رسنیزې ټولنې غږ هم تقریباً نه اورېدل کیږي.

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان چې د افغانستان له رسنیزې ټولنې څخه هراړخیز ملاتړ یې د دندو او مکلفیتونو په سر کې راځي، غواړي د دغې ورځې په مناسبت د نړۍ او مسئولو بنسټونو پام دوو برخو ته راواړوي:

۱ـ په افغانستان کې دننه پاتې خبریالانو په وړاندې د جرایمو د معافیت پای ته رسول او په دې اړه په نړیوال کچ غږ پورته کول او له دې تاوتریخوالي او کړکېچ سره د مبارزې او حق‌غوښتنې پر یوه ګډ، عملي او اغېزناک میکانیزم کار کول.

۲ـ له افغانستان څخه راوتلیو او په تبعید کې د مېشتو افغان خبریالانو په وړاندې هم د نامهربانیو پای ته رسول. موږ فکر کوو، چې که په تبعید کې افغان خبریالان له خپلو ډېرو ابتدايي حقونو څخه محروم وي، مسلکي کار ونه لري، په ایران و پاکستان او یوشمېر نورو سیمه‌ییزو هېوادونو کې د ویرې، بې‌سرنوشتۍ، محرومیت، ډار او له ګواښونو سره مخامخ ژوند لري، نو تر دې د خبریالانو په وړاندې لوی جرایم نه‌شته او تقریباً ټول هغه دولتونه او نور حکمي یا حقیقي اشخاص چې د دوی په وړاندې داسې جرایم ترسره کوي، له هرراز قانوني تعقیب او څار څخه معافیت لري.

د نوامبر دویمه باید د افغان خبریالانو خورا کړکېچن او بد حالت ته د نړیوالو د پام‌رااړونې په ورځ بدله کړو او له ټولو اړوند سازمانونو او نړیوالو څخه د دغو مظلومو او خورا په کړکېچنو حالاتو کې ګیر خبریالانو د حق‌غوښتنې په پار غږ پورته کړو.

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان به په دې برخه کې هرراز هڅې وکړي، چې وکړای شي پر همدې موضوع د افغان خبریالانو وضعیت ته نړیوال او د ټولو اړونده بنسټونو جدي پام راواړوي او په دې برخه کې د حق‌غوښتنې عملي میکانیزمونه طرح او تر کار لاندې ونیسي.

 

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان