په غزني کې د خوشحال راډیو مسوول مدیر حکمت ارین د نیول کېدو په تړاو د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه
په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت دا څرکندوي چې هلته لا هم د اوسنۍ حاکمې ډلې له خوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، ربړونې، سانسور او ګواښ لاندې دي.
د غزني د ځايي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو استخباراتو دوه ورځې دمخه په دغه ولایت کې خبریال او د خوشحال راډیو مسوول مدیر، حکمت آرین د ناڅرګنده تورونو پر بنسټ نیولی چې د برخلیک په تړاو یې تر اوسه هېڅ ډول معلومات نشته.
له خبریالانو سره د طالبانو روان ناوړه چلند دا په ډاګه کوي چې دا ډله لا هم د بیان ازادۍ ته هېڅ ژمنتیا نه لري.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان روان وضعیت ته په جدي توګه اندېښمن دی او د حکمت آرین نیول کېدل په کلکه غندي او له حاکمې ډلې یې د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کوي.
زمونږ بنسټ ټینګار کوي چې ټول نړیوال سازمانونه او د بشري حقونو بنسټونه دې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د داسې چلندونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
په افغانستان کې مېشت خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د نړۍ هرې بلې سیمې په پرتله له جدي ګواښ او زیانمنتیا سره مخامخ دي. دوی د کار خپلواکي، د بیان ازادۍ حق، اقتصادي ملاتړ او ولس ته د اطلاعاتو رسونې اسانتیاوې نه لري.
سازمان ژمن دی او هڅه کوي چې د وروستۍ پېښې په ګډون د ټولو نیول شویو او تر فشار لاندې خبریالانو ملاتړ لپاره خپل غږ پورته کړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان