په کندهار کې د ملي ټلوېزیون د خپرونو بندولو په تړاو د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه

په ژورې اندېښنې مو خبر ترلاسه کړ چې په کندهار کې د ملي ټلوېزیون خپرونې د دې دلیل له کبله بندې شوي چې ګواکې د ساکښو ژوندیو انځورونه یې خپرول. خبرونه څرګندوي چې د یاد ټلوېزیون یو شمېر رسنوال کابل ته رابدل کړای شوي دي. په ټلوېزیون کې که ژوندي انځورونه ونه‌ښوول شي، ایا د ټلوېزیون خپرونې مانا لري؟

 

دا کټ مټ داسې ده، لکه په راډیو چې شرط ولګول شي چې د بنیادم غږ به نه خپروي او په ورځپاڼو کې دې په الفباء لیکل شوي توري نه چاپېږي. نوي قانون په دې اړه څه ویلي نه دي چې که په ټلوېزیون کې د ژوندیو ساکښو ښوول بند دي، نو څه باید خپاره کړي؟

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان دا مسخره پرېکړه د بیان او رسنیو د ازادۍ د سلبولو په لړۍ کې یو بل محدودوونکی ګام بولي چې په هېڅ منطق توجیه کېدلای نه شي. دا د سانسور روستی برید دی.

 

د سازمان اصلي اندېښنه دا ده چې دا پرېکړه په کلکه سیاسي ښکاري، ځکه کندهار د اوسنیو واکمنو د پېچلو، مرموزو او ناڅرګندو سیاست‌جوړولو او حاکمیت اصلي مرکز دی، په دغه ښار کې د واکمنې ډلې مبهمه رهبري له دې ډاریږي چې څوک د دوی د پټو رهبرانو یا مېلمنو تصویرونه مستند او خپاره نه کړي، ځکه خو یې د رسنیو د ډارولو لپاره دغه اقدام ته لاس غځولی دی.

 

سازمان په داسې حال کې چې د بیان و رسنیو د ازادۍ دغه وژونکي اقدام په کلکه غندي، په نړیوالو سازمانونو غږ کوي چې په افغانستان کې د بیان و رسنیو د ازادۍ او حقونو د روستنیو هیلو کړکۍ تړل کېدو ته پرې‌نه‌‌ږدي او د افغان خبریالانو په ملاتړ خپل غږ پورته کړي. سازمان به په افغانستان کې د بیان او رسنیو د ازادۍ د ژوندي ساتنې په هڅو کې هر شونی او قانوني امکان عملي کړي.

 

په درنښت
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان