په درېیمو هېوادونو کې د افغان خبریالانو د ناڅرګند وضعیت په اړه د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه

 

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان، ایران، ترکیې او هند کې کې د مېشتو افغان خبریالانو پر ناڅرګند وضعیت جدي اندېښمن دی.

په یادو هېوادونو کې د مېشتو افغان خبریالانو ناڅرګند وضعیت په ځلونو د هېوادونو له سفارتونو او د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالو سازمانونو سره شریک شوی، خو بدلون پکې نه دی.

په پاکستان او ایران کې د فرانسې سفارت له لوري د یو شمېر افغان خبریالانو له ردېدلو وروسته په یادو هېوادونو کې د مېشتو خبریالانو پر وړاندې امنیتي ننګونې هم پیدا شوې دي، چې د افغان خبریالانو موجوده وضعیت نور هم ننګولی شي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په درېیمو هېوادونو کې د افغان خبریالانو د قضیو اوږد ځنډ، بې سرنوشتي، بې کاري، اقتصادي ننګونې او د وېزو تمدید د ستونزو په اړه هم جدي اندېښمن دی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان پر نړوالو سازمانونو او هېوادونو غږ کوي، چې په پاکستان، ایران، ترکیې او هند کې د خبریالانو موجود بې سرنوشته وضعیت درک او د بدلون لپاره دې د دوی قضیو او انتقال ته لومړیتوب ورکړي.

 

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان