له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان، چې په درېیمو هېوادونو – په تېره بیا په ایران و پاکستان کې – د بېبرخلیکه بند پاتې افغان خبریالانو سره ورځنی تماس لري او د دوی له صنفي او مسلکي حقونو څخه د دفاع او ملاتړ په برخه کې تر ټولو فعال سازمان دی، په دې ورځو کې د دغو خبریالانو له ناهیلۍ ډک وضعیت لا پسې اندېښمن کړی دی.
په ایران او پاکستان کې مېشتو افغان رسنوالو د رااستولیو لیکونو او مستندو تماسونو په ترڅ کې څرګنده کړې ده، چې لویدیزو هېوادونو ته د دوی د تخلیې بهیر په ټپه ولاړ او دوی په یوه تیاره و مبهم حالت کې شپې و ورځې سبا کوي. دا اندېښنه هغه وخت لا پسې زیاته شوه، چې فرانسې ته د لېږد په تمه یوشمېر خبریالانانو په ډلهییزه توګه د دغه هېواد له لوري د رد ځواب اخیستی، چې داسې چلند په تېرو نږدې درېیو کلونو کې مخینه نه لري. د خواشینۍ ځای دا دی، چې دغه خبریالان په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې په خورا بد او اندېښنېوړ حالت کې شپې سبا کوي. په دغو هېوادونو کې یې د هستوګنې ویزې نه تمدیدیږي او د ژوندتېرولو لپاره هم هېڅراز اقتصادي وزله نه لري. دوی او کورنۍ یې له ولږې، بېبرخلیکۍ، ګواښ او ناهیلۍ کړیږي. یادو خبریالانو څرګنده کړې ده، چې وروستیو بدو تجربو ته په کتلو، افغانستان ته د دوی ستنول د دوی د نیول کېدو او مرګ په مانا ده.
سازمان د خپلو همکارانو دغه وضعیت ته کړیږي. موږ به له نړیوالو سازمانونو او مسئولو ټولنو سره د خپلو هراړخیزو اړیکو په ترڅ کې په جدي توګه د دغو خبریالانو په برخلیک خبرې او بحث کوو او په دې وسیله هم له ټولو بشردوستو هېوادونو، د بیان او رسنیو د خپلواکۍ له بنسټونو او د بشري حقونو او کډوالۍ له ټولو نړیوالو سازمانونو څخه په جدیت سره غوښتنه کوو، چې د دغو افغان خبریالانو د ژوند ژغورنې لپاره عملي اقدام وکړي او اجازه ورنهکړي، چې یو شمېر روښانه او متخصص افغانان له خپلو کورنیو سره د بشپړې ناهیلۍ، ډار او مرګ کومي ته سقوط وکړي.
د سازمان اړوند څانګې په دې اړه له بېلابېلو لوریو سره خپلو منظمو تماسونو ته دوام ورکوي.
درنښت
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان