نصیر احمد فایق: د افغان خبریالانو ملاتړ (پلوۍ)لپاره د ملګرو ملتونو په سازمان کې د خبرو اترو زمینه برابره کوو

 

د افغان خبریالانو ملاتړ سازمان د مشورتي ناستې په بهیر کې چې د ملګري ملتونو سرمنشي ته د استول شوي پرانیستي لیک ارزونې په هکله وه، په دې سازمان کې د افغانستان دایمي استازي وویل: د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي دفتر ته د دې لیک د رسولو لپاره خپلې اخري هلې ځلې ترسره کوي. نصیر احمد فایق د افغان خبریالانو ملاتړ سازمان په نوښت د تویتر په مجازي ناسته کې حضور درلود او د افغانستان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ملاتړ ترڅنګ وویل په ملګري ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي دفتر هڅه کوي څو د افغانستان د وګړیو په ځانګړي ډول د خبریالانو لوړ غږ شي.

ښاغلي فایق بیاځلې ټینګار وکړ اوسمهال د افغانستان وګړي په ځانګړي توګه خبریالان ډېرې همغږۍ ته اړتیا لري. د ملګري ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازي وویل زه د افغان خبریالانو ملاتړ سازمان په پلوۍ د دې سازمان د غړو د فعال حضور لارې چارې د افغانستان رسنیزې ټولنې د ننګونو منعکسولو یا وړاندې کولو لپاره برابروم.