عبیدي د هېواد د رسنیو او خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. هغه وویل چې خپلواکې رسنۍ تر سخت فشار او سانسور لاندې دي او خبریالان د استخباراتو او د امر بالمعروف لهخوا نیول کېږي، ګواښل کېږي او محدودېږي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر زیاته کړې چې طالبان هڅه کوي د یوټیوبرانو په کارونې او د ویډیوګانو په جوړونې سره نړۍ ته په هېواد کې روان ناوړه وضعیت عادي وښيي.
د بشپړې وینا لپاره دلته کلېک وکړئ:👇