د European Anti-SLAPP نړیوال کنفرانس د نوامبر پر ۱۴مه د اروپايي شورا په مرکز سټراسبورګ کې د خبریالانو، مدني ټولنو غړو، حقوقپوهانو او د بیان د ازادۍ د ملاتړو بنسټونو له پراخ ګډون سره جوړ شو.
د دغه نړیوال کنفرانس موخه د بیان ازادۍ او رسنیو ملاتړ او پیاوړتیا او د مدني او ټولنیزو فعالانو دفاع وه. په دې غونډه کې د هغو مسایلو پر حل تمرکز وشو چې یو شمېر واکداران، سیاستوال، سوداګریز شرکتونه او ان حکومتونه له حقوقي وسیلو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د خبریالانو او د بیان ازادۍ د مدافعانو د ویرې او چوپتیا په خاطر دوسیې تنظیموي.
په یاد کنفرانس کې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ د سازمان مرستیال، بصیراحمد دانشیار او د نوموړي سازمان د رهبرۍ پلاوي غړي، احمدشاه عظیمي هم ګډون کړی و. هغوی په خپلو بحثونو کې نظرونه تبادله کړل او په نړیواله کچه یې د بیان ازادۍ د ملاتړ په هکله ننګونو او طرحو ته اشاره وکړه.