د نړیوالې رسنیو سواد اوونۍ په مناسبت، د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د رسنیو د تولید کیفیت په ښه کولو او په ځانګړي ډول په ننني افغانستان کې د عامه پوهاوي د پیاوړتیا په برخه کې د دې برخې لوړ اهمیت څرګندوي. د رسنیو سواد د یوې ولسواکۍ ټولنې د بنسټیزو ارکانو په توګه د وګړو لپاره یو ځواکمنه وسیله ده ترڅو هغوی په انتقادي توګه معلومات تحلیل کړي، د حقایقو معلوماتو ته د لاسرسي حق څخه ګټه پورته کړي او د ناسم او مغشوشو اطلاعاتو پر وړاندې مقاومت وکړي.
افغان خبریالان سره له دې چې له شته ګواښونو او ستونزو سره مخ دي، په اطلاعاتو رسولو او د پوهاوي په رامنځته کولو کې لویه ونډه لري. خو بیا هم، د دې خبریالانو لپاره د رسنیو د سواد یا رسنیز علم عصري زده کړو ته لاسرسی یوه لویه ننګونه ده. له همدې امله د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د زده کړې سرچینو ته د لاسرسي زیاتولو او د افغان خبریالانو لپاره د ظرفیت جوړونې پروګرامونو جوړولو پر اهمیت ټینګار کوي.
موږ یو ځل بیا د خبریالانو د حقونو او امنیت څخه د ملاتړ او د رسنیو سواد د لوړولو لپاره خپل ژمنتیا اعلانوو. زموږ موخه دا ده چې ټول افغان خبریالان او رسنۍ ځواکمنې شي، ترڅو په مسلکي چارو کې په ډېره پوهه او ځیرکتیا سره برخه واخلي او د فشارونو او ګواښونو پر وړاندې مقاومت او زغم ولري.
دا اوونۍ په حقیقت کې یو فرصت دی، ترڅو له نړیوالو سازمانونو او رسنیزو بنسټونو سره ژمنې، همکارۍ او ګډې برنامې نوې شي، څو په افغانستان کې د رسنیو سواد د ودې او د مسوولانه معلومات رسونې کلتور د ترویج لپاره یو دوامداره تګلاره جوړه شي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان له ټولو بنسټونو او افرادو څخه غوښتنه کوي چې دې نړیوالې هڅې سره یو ځای شي، د بیان ازادۍ، د عامه پوهاوي حق او د خبریالانو د حقونو څخه ملاتړ وکړي او د رسنیو او ټولنې لپاره د یو روښانه راتلونکي په جوړولو کې یو اغېزمن ګام پورته کړي.