د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو د سرپرست حکومت په نوي بندیز چې له امله یې په افغانستان کې د ازادۍ او امریکا غږ راډیوګانو خپرونې بندې شوي، خپله ژوره اندیښنه څرګندوي او دا پریکړه د بیان د ازادۍ پرخلاف عمل بولي. د نړیوالو رسنیو د خپرونو مخنیوی اطلاعاتو ته د ټولو د لاسرسي مخنیوی دی.
د طالبانو سرپرست حکومت اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د ازادۍ راډیو او امریکا غږ راډیو خپرونې بندې کړي، چې په ایف. ایم. او منځنیو څپو خپریږي. طالبانو د خپل واک د یو نیم کال په موده کې د رسنیو او خبریالانو پر کار سخت محدودیتونه لګولي، چې د دغو محدودیتونو له کبله ډېرو رسنیو خپلې خپرونې بندې کړي او یا هم د خپلو دروازو تړلو ته اړ شوې دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو تر واک ته رسېد روسته د افغانستان د ۲۱۹ چاپي، غږیزو او لیدنیو رسنیو خپرونې بندې شوې دي. د روان کال په مارچ میاشت کې طالبانو د امریکا غږ ټلویزیون خپرونې هم بندې کړې وې چې د طلوع، طلوع نیوز، لمر او ملي تلویزیونونو له لارې خپرېدې. د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په دې اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او په ملي او نړیوال کچ د رسنیو د حقونو له ټولو ملاتړو غواړي چې د دې نامسوولانه او ناقانونه چلند پر وړاندې خپل غږ په لا زیاته همغږۍ او اغېزناکه بڼه اوچت کړي او په ټینګار د سرپرست حکومت او د نړۍ هېوادونو تر غوږونو ورسوي.
موږ له سرپرست حکومت څخه غواړو چې د خنډونو او محدودیتونو د زیاتېدا مخه ونیسي او د رسنیو د قانون له مخې د اطلاعاتو د خپراوي او د رسنیو د کار د ودې لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کړي.
په افغانستان کې د یو شمېر نړیوالو رسنیو پر خپرونو د بندیز په اړه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه