د یوه خبریال د خلاصون او د نورو بندي خبریالانو د وضعیت په اړه د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان اعلامیه

 

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د «افغان خبري اژانس» د خبریال، مهدي انصاري د خلاصون هرکلی کوي. نوموړی له یونیم کال بند وروسته د طالبانو له زندان نه خوشې شوی دی. سازمان دا یو مثبت گام بولي، خو ټینګار کوي چې دا د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره کافي نه‌دی.

سازمان ته د ښاغلي انصاري ځینو همکارانو تایید کړې چې هغه د چهارشنبې پر ورځ له بگرام زندان نه ازاد او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی. امسو د هغه پر خلاصون د خوښۍ ترڅنګ وایي چې د دې خبریال نیول، محاکمه کول او بندي کول د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ د اصولو جدي سرغړونه وه.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د نیونو، گواښونو او محدودیتونو په اړه خپله ژوره اندېښنه ښيي او وایي چې هیڅ خبریال باید د خپلې مسلکي دندې په خاطر یا په بېلابېلو پلمو تر تعقیب، وېرې او زندان لاندې رانه‌شي.

موږ له اوسنيو واکمنانو غواړو چې ټول بندي خبریالان او د رسنیو فعالان پرته له کوم قید او شرطه ازاد کړي؛ خبریالانو اساسي حقونو ته، لکه د مدافع وکیل لرل، عادلانه محکمه او کاري خوندیتوب، درناوی وکړي؛ د جبري اعترافاتو او د بشري حقونو خلاف کړنو څخه ډډه وکړي او د رسنیو د فعالیت لپاره یوه خوندي او ازاده فضا برابره کړي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یو ځل بیا ټینگار کوي چې د بیان ازادي او خپلواکې رسنۍ د هرې روغې او پرمختللې ټولنې بنسټونه دي او د دې اصولو نقض کول به د هېواد راتلونکي ته ناوړه پایلې ولري.

په پای کې دغه سازمان د مهدي انصاري د خلاصون د بیا هرکلي ترڅنگ، د نورو ټولو بندي خبریالانو د سملاسي خوشې کېدو او د افغانستان د رسنیو پر وړاندې د هر ډول فشار، گواښ او محدودیت د ختمېدو غوښتنه کوي.
په درنښت
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان