د خواخوږۍ پېغام

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد نوموتی لیکوال، شاعر او تکړه خبریال، شاه‌زلمی زلمی د سرطان ناروغۍ تر اوږدمهالي کړاو وروسته ومړ. انا لله و انا الیه راجعون.

د افغانستان د ژورنالېزم په ډګر کې د هغه مړینه یوه ستره ضایعه ده. ښاغلي زلمي د خپلې مسلکي وړتیا، ژمنتیا او ژورنالېزم له لارې د رسنیز ډګر لپاره ارزښتمن خدمتونه کړي چې تل به د خلکو په زړونو کې ځای لري.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د دې ستر غم په شېبو کې د مرحوم کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د ژورنالېزم ټولې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي. د الله تعالی له درباره نه د مرحوم لپاره جنت الفردوس او پاتې کسانو ته د صبر او حوصلې دعا کوو.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)