په اوسلو کې د افغان رسنیو د وضعیت په اړه خبرې وشوې

 

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) مشر حامد عبیدي د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغان رسنیو د اوسني وضعیت او ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي عبیدي چې د پېن ناروې (Pen Norway) سازمان په غونډه کې یې ګډون کړی و، ویلي چې افغان رسنۍ د طالبانو تر سختې څارنې لاندې فعالیت کوي او له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي. ورته مهال، نوموړي د فرصتونو او د وضعیت د ښه کېدو پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

هغه د ناروې حکومت ته وړاندیز کړی چې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي. د ده په وینا، د نړۍوالو همکاریو له لارې دې د افغان خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو د پیاوړتیا لپاره زمینه شي.

عبیدي همداراز د درېیمو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران، پاکستان، ترکیه او هند کې د ایسارو افغان خبریالانو پر ستونزو غږېدلی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د دغو خبریالانو وضعیت ته جدي پام وکړي.

ده ټینګار کړی چې نړۍوالې ادارې دې د ویزو، روزنیزو پروګرامونو، د کار د فرصتونو او د رواني روغتیا د ملاتړ په برخه کې د افغان خبریالانو سره مرسته وکړي. نوموړي همداراز غوښتي دا مرستې دې تر هغې دوام وکړي چې افغان خبریالان د خپلې موخې هېوادونو ته ورسېږي.