د افغانستان له خبريالانو د ملاتړ سازمان د اوسنيو حاکمانو د استخباراتو له خوا د افغان خبري اژانس خبريال مهدي انصاري د نيول کېدو او ناڅرګند ځاى ته د نوموړي د لېږدولو په تړاو ژور اندېښمن دی.
دا کړنه نه یوازې د خبریالانو له حقونو او د بیان ازادۍ څخه ښکاره سرغړونه ده، بلکې په افغانستان کې د خبریالانو امنیت او مسلکي کار ته هم جدي ګواښ بلل کېږي.
سازمان له اړوندو مسوولانو څخه غوښتنه کوي چې سملاسي د ښاغلي انصاري وضعیت روښانه او له کوم شرط او ځند پرته یې ازاد کړي. د رسنیو ازادي او د خبریالانو خوندیتوب بنسټیز بشري حقونه دي چې باید د ټولو مسوولانو له خوا په رسمیت وپېژندل شي او درناوی یې وشي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو څخه غواړي چې په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو ازادۍ د خوندیتوب لپاره پر اوسنیو حاکمانو لازم فشارونه راوړي. د خبریالانو خوندیتوب او حقونه باید د ځپونکو سیاستونو له وجې قرباني نه شي.
سازمان ژمن دی او هڅه کوي چې د وروستۍ پېښې په ګډون د ټولو نیول شویو او تر فشار لاندې خبریالانو د ملاتړ لپاره خپل غږ پورته کړي او همداراز له ټولو رسنیو او اړوندو بنسټونو څخه هم غواړي کوي چې په دې حساسه شېبه کې خپل پیوستون وښيي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان