د افغان ښځینه خبریالانو په استازیتوب وحیدې فیضي او فرحناز فروتن سږکال د ملګرو ملتونو د ښځو مقام کمیسیون په اته شپیتمه ناسته کې برخه واخیسته.
د افغان ښځينه خبریالانو یادو استازو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د خبرو تر څنګ د دغه کمیسیون په دوه اړخیزو او څو اړخیزو غونډو کې هم ګډون وکړ او د ښځینه خبریالانو وضعیت یې په بشپړ ډول ګډونوالو ته تشریح کړ.
په پایله کې د غونډې ګډونوالو د ښځینه خبریالانو د وضعیت د ښه کولو لپاره د محدودیتونو د لرې کولو په برخه کې د ستراتیژیو او لارو چارو په اړه هم بحث او خبرې اترې وکړې.
د ښځو د مقام کمیسیون کلنۍ غونډې (CSW) د ښځو او د هغوی د ځواکمنتیا اړوند مسایل د ملګرو ملتونو تر ټولو لویه غونډه ده، چې سږکال به د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۱۱ مې څخه تر ۲۲مې پورې پوهاوي او ځواکمنتیا ته په لومړیتوب ورکولو سره ترسره کیږي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځو کمیټه (AJSO) د افغان ښځینه خبریالانو لپاره له هر ډول هڅو ملاتړ کوي او یو ځل بیا د خبریالانو له ټولو ملاتړو سازمانونو غواړي، چې د بیان له ازادۍ په ځانګړي توګه د ښځو له فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.