په روسیه کې د یوه افغان خبریال پر کور د بې پیلوټه الوتکې د غورځېدو په اړه اعلامیه

 

 

په ډېرې خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې افغان خبریال خیبر عاکفي او مېرمن یې د روسیې په بلګورد ښار کې د اوکرایین د بې پیلوټه الوتکه په را پرېوتو کې ټپیان شوي‌ او څلور کلنه لور یې وژل شوې ده.‌

د رپوټونو له مخې،‌ له بده مرغه په دغه پېښه کې د خیبر عاکفي‌ د مېرمنې مور او پلار هم وژل شوي‌ دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان پر دغه پېښه خپله ژور خواشیني‌ څرګندوي‌ او د ښاغلي‌ خیبر کورنۍ ته د زړه صبر له څښتنه غواړي او ټپیانو ته د روغتیا غوښتونکي یوو.