نه ښایي انسان ته چې د بل په غم غمجن نشي
لویه بدبختي ده، چې څوګ نه ژاړي له چاسره
ګرانو هیوادوالو!
له بده مرغه د هرات د زلزلې د رسمي تلفاتو شمېر ۲۴۴۵ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر تر دې هم ډېر دی. د تلفاتو او شهیدانو د زیاتوالي اصلي لامل اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیت او د افغانستان د واکمنو له خوا د پېښې کوشنۍ ښوول وو. په لومړي سر کې ولایتي چارواکو د قربانیانو شمېر ۲۰ تنه ښوولی و، چې له امله یې د خلکو او نړیوالو عامه افکار تېرایستل شول او په پایله کې يې د هرات یو زیات شمېر اوسیدونکي تر خاورو لاندې شول.
ریښتیا دا ده، چې د دغې فاجعې کوشنۍ ښوول، پر وخت معلوماتو ته د لاسرسي نشتوالی او د افغانستان انزوا د دې لامل شول، چې د نړیوالو مرستندویه ادارو پام له پېښې څخه واوړي او د نړۍ او سیمې هېوادونه د پام وړ مرستې ونهکړي!
موږ د دې پېښې له قربانیانو سره د غمرازۍ په څرګندولو سره، له پېښې او قربانیانو سره د واکمنانو بېتفاوته چلند د هېوادوالو د ډېرو تلفاتو عامل ګڼو او ټینګار کوو چې دوی باید د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي حق ته درناوی ولري. دا دی اوس، چې له دغه ستر ناورین څخه دوه ورځې تېرې شوې دي، خو لاهم تر اوسه په هرات او د هغه په ولسوالیو کې د زلزلې د لوی ناورین ژوروالی په سمه توګه نړیوالو ته نه دی ورښوول شوی او لازم معلوماتي پوښښ هم نه دی ورکړل شوی.
حالاتو ته په پام، په هرات کې بشري ناورین یو بې ساری ناورین دی چې هرات په خپل تاریخ کې ورسره نه مخ شوی.
له ټولو محدودیتونو سره سره کورنیو خیریه بنسټونو، سوداګرو، پانګوالو، مدني موسسو، د روغتیا په برخه کې په خصوصي او دولتي برخو کې فعالې ادارې، بهرمېشتو افغانانو مرستې رالېږلې، چې د مننې ترڅنګ یې دا یادونه ضروري ده، چې د ناورین ژوروالي او پراخوالي ته په پام دغه مرستې بسنه نه کوي او په دې برخه کې لا نورو مرستو ته اړتیا ده.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپل وار سره هڅه کوي د دغه ناورین څخه د راوتلو په هاندوهڅو کې خپله ونډه واخلي او خپل انساني مسئولیت ترسره کړي.
په درناوي او خواخوږۍ
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان