په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته سلګونه افغان خبریالان بېلابېلو هېوادونو ته کډه شوي چې دمګړۍ یې زیاته برخه په پاکستان کې مېشت دي.
د معلوماتو له مخې، تېره شپه د اسلام اباد د D-17 سیمې څخه پولیسو ګڼ شمېر افغان کډوال، چې په کې یو شمېر خبریالان هم وو، نیولي او د ترنول تهاڼې (حوزې) ته یې بیولي،
سره له دې چې دغو افغانانو سره ټول قانوني اسناد لکه؛ پاسپورټونه، ویزې او له پولیسو سره د ثبت اسناد هم وو، خو بیا یې هم د شپې تر یوې بجې کینولي، رټلي او بیا روسته یې د لس، لس زره پاکستانۍ کلدارو په بدل کې خوشې کړي دي.
د AJSO سازمان د خپلو افغان همکارانو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو دغه ډول چلن زښت اندېښمن کړی او هڅه کوي، چې د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو سره په ګډه د دې وضعیت د حل لپاره له پاکستانیو لورو سره خبرې اترې وکړي.
د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان