په فرانسه کې د عکاسۍ د نندارتون سرلیک!
#احمدشاه عظیمي #افغان انځورګر؛ د ياد نندارتون تنظيموونکي وويل، چې د نندارتون موخه د ژوند او د بيان د ازادۍ مبارزه ده.
دغه درې ورځنی نندارتون د چهار شنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۹مه پرانیستل شو او په لومړۍ ورځ یې ګڼ شمېر افغانان؛ بهرنیو # فرهنګپالو او # ژورنالیستانو هم ترې لیدنه وکړه.
د ژوند او ازادۍ د مبارزې د انځورونو په نندارتون کې چې د #AJSO/ د افغانستان د ژورنالیستانو د ملاتړ موسسې په مرسته په لاره اچول شوی وو، د انځورونو له یوې سترې ټولګې څخه ۱۰۰ انځوریز چوکاټونه چې په بېلابېلو منځپانګو کې دي نندارې ته وړاندې شوي دي.
عظيمي يو افغان عکاس ژورنالست دی چې د ۱۳۹۸ کال د ثور په ۱۰ نېټه د کابل په ساس درک کې په يوه تروريستي پېښه کې سخت ټپي شو. یوه پیښه چې په پایله کې یې ۹ افغان خبریالان او کمره مین ووژل شول.
– عظيمي وايي: “ما دغه نندارتون د دې لپاره جوړ کړى، چې د خپلو خلکو غږ نړۍ ته ورسوي او ټولو ته ووايي، چې موږ د بيان د ازادۍ لپاره هڅې کړې او حتی خپلې وينې مو هم تويې کړې، هغه زياته کړه: “نن زما بدن ټپي دى، خو بيا هم د بیان او اطلاعاتو د ازادۍ لپاره هلې ځلې کوم او دې مبارزې ته مبارزه، د ژوند او ازادۍ مبارزه وایم. عظيمي ټينګار وکړ چې دا يې لومړى او وروستى نندارتون نه دى او په کار ده چې په نورو اروپايي هېوادونو کې هم نندارتونونه جوړ کړي، څو د پخوا په پرتله د بيان ازادۍ ته ډېر ژمن واوسي. د جمهوري ریاست له سقوط وروسته په افغانستان کې د رسنیو فعالیتونه محدود شول او اکثره خبریالان وتلو ته اړ شول
د ژوند او ازادۍ لپاره مبارزه