د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د فېسبوک کمپنۍ لهخوا د یو شمېر افغان خبریالانو د اکاونټونو تړلکېدل «یو اندېښمنوونکی او د بیان د ازادۍ پر وړاندې جدي ګوزار» بولي.
په تېرو څو ورځو کې د یو شمېر هغو افغان خبریالانو اکاونټونه تړل شوي چې له هېواده دباندې، په ځانګړي ډول د ډیاسپورا له رسنیو او ټولنیزو شبکو نه، د افغانانو د حقایقو، ستونزو او انساني وضعیت غږ نړۍ ته رسوي. دا خبریالان د مسلکي کار له لارې د ولس د غږ استازولي کوي او د افغاني ټولنې د درد او هیلې یوازنۍ انعکاس ګڼل کېږي.
تر اوسه د دغو اکاونټونو د بندښت هېڅ رسمي دلیل نه دی وړاندې شوی او خبریالانو ته د اپیل یا د وضاحت غوښتنې حق هم نهدی ورکړل شوی. دا اقدام نه یوازې د خبریالانو د حقونو او د هغوی د مسلکي کار خنډ ګرځي، بلکې د بیان ازادۍ، د معلوماتو د لاسرسي او د ډېموکراسۍ ارزښتونو له اصولو سره هم په څرګنده توګه په ټکر کې دی.
له فېسبوک کمپنۍ (Meta Platforms) د سازمان جدي غوښتنې:
۱. د افغان خبریالانو تړل شوي اکاونټونه دې ژر تر ژره بیرته فعال شي؛
۲. د دغې پرېکړې شفاف دلیلونه دې وړاندې شي؛
۳. د خبریالانو لپاره دې د اپیل او د اړیکې رسمي لار پرانیستل شي؛
۴. هغه پالیسۍ دې بیا و ارزول شي چې بیان ازادۍ د محدودېدو لامل شوې دي.
افغان خبریالان د معلوماتو د ازاد بهیر، د خلکو د غږ رسونې او د ځوابویلو د فرهنګ د ټینګښت لپاره کار کوي. «د هغوی خاموشهکول، د ټول ملت خاموشهکول دي.»
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یو ځل بیا له نړۍوالو مدني بنسټونو، د بیان ازادۍ د ملاتړکوونکو سازمانونو او د رسنیو له همکارانو غوښتنه کوي چې د دغې موضوع په اړه خپل غږ پورته کړي او د افغان خبریالانو د حقونو ملاتړ وکړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)