د فرانسې په پلازمینه پاریس ښار کې د بې پولې خبریالانو سازمان ( آر اس اف) او د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ( ای اجی اس او) استازو، د افغان خبریالانو د ملاتړ او ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
دغه ناسته چې په پاریس کې د ( آر اس اف) په مرکزي دفتر کې د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲مه جوړه شوې وه، د آر اس اف د خبریالانو د ملاتړ د برخې مسولې ویکتوریا لاونیو او د ( ای جی اس او) د رهبرۍ غړي حفیظ احمد میاخیل، په پاکستان، ایران او نورور هیوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې.
د آر اس اف استازۍ وویل، که څه د فرانسې لخوا افغان خبریالانو ته د ویزو د ورکولو پروسه تر پخوا ټکنۍ شوې خو دوې به د افغان خبریالانو ملاتړ ته دوام ورکړي. میرمن ویکتوریا وویل چې په راتلونکي کې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت او نور اړوندو ادارو سره د افغان خبریالانو د ستونزو په اړه ناسته جوړي.
په ناسته کې په پاریس کې د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان استازی حفیظ احمد میاخیل په پاکستان، ایران او نورو هیوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې له آر اس اف سره شریکې کړې او په دې برخه کې يي د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
دواړو خواوو هیله و ښوده چې د افغان خبریالانو د ملاتړ او د بیان د آزادۍ په برخه کې به ګډو همکاریو ته دوام ورکړي